د هند صدراعظم او د ایران ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د هند صدراعظم نریندرا مودي او چپ لور ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د برېکس سرمشریزې په څنډه کې د روغبړ پر مهال

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د سه شنبې په ورځ ناوخته د روسیې په کازان ښار کې د برېکس د ۱۶مې سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي.

د ازادي راډیو د ایراني څانګې فردا د راپور له مخې، دواړو چارواکو چابهار بندر قرارداد لاسلیک ته په اشارې سره د افغانستان د بیارغونې او پراختیا او له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

پزشکیان ویلي چې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره باید له افغانستان سره مرسته وشي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې لومړي وزیر مودي له پزشکیان سره په لیدنه کې ویلي چې د چابهار بندر پراختیا د دوی ترمنځ د همکارۍ تر ټولو ستره ستنه ده او دا پرمختګ د ایران او هند د اړیکو په تنظیمولو او له نورو هېوادونو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په تنظیمولو کې په سیمه کې مهم رول لوبوي.

هند او ایران د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي تر مړینې څو ورځې مخکې د چابهار بندر د فعالیت لس کلن تړون سږکال لاسلیک کړ.

چابهار بندر د افغانستان له لارې ایران او هند له منځنۍ اسیا سره نښلوي.