فایق: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګېدل نه یوازې جنسیتي اپارټایډ دی، بلکې د هغه نسل لپاره په شاتګ دی چې یو وخت یې د روښانه راتلونکې هیله لرله.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په ۷۹مې ناسته کې کړې دي.

هغه ویلي، په افغانستان کې لاهم د بشري حقونو وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی.

د فایق په وینا، د طالبانو په درې کلنې واکمنۍ کې افغانستان د بشري حقونو، انساني، اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخ دی او د نړۍ یوازینۍ هېواد دی چې نجونې په کې د زده‌کړو له حق محرومې دي.

هغه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې جنسیتي اپارټایډ دې د نړیوال قانون له مخې د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.