ریچارډ بینېټ په کاناډا کې د ښځو د حقونو له یو شمېر افغان فعالانو سره کتلي

ریچارډ بینېټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په کاناډا کې د ښځو د حقونو له یو شمېر افغان فعالانو سره کتلي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو وضعیت د دوی د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل شوی دی.

د افغانستان لپاره د کاناډا د فيمينسټانو ټولنې د دې غونډې په تړاو پر خپل ایکس یا پخواني ټویټر لیکلي: "په داسې حال کې چې دا ښځې لا هم د بیا مېشتېدنې له ننګونو سره مخ دي، دوی د افغانستان لپاره کار ته دوام ورکوي او د خپلو خویندو غږ پیاوړی کوي."

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکى به په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضیعت د خبرو لپاره کاناډا ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې بینېټ به د دغه سفر په ترڅ کې ټورنټو ته هم ولاړ شي او د بشري حقونو د مدافعینو او خبریالانو په ګډون به له یو شمېر افغانانو سره وویني.

دا غونډه یوازې یوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د ریچارډ بینېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو.