د بېلاروس پارلمان د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه اعلان کړه

د ۲۰۲۰م کال ټاکنو وروسته، په بېلاروس کې پراخ لاریونونه وشول چې په پایله کې زرګونه کسان بندیان شول او د اپوزیسیون یو شمېر غړي اړ شول چې له هېواد څخه وتښتي.

ټاکل شوې د بېلاروس راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په ۲۶مه ترسره شي.

دا نېټه نن چهارشنبه د اکټوبر ۲۳مه د دې هېواد د پارلمان له‌خوا اعلان شوه.

تر دې مخکې د ۲۰۲۰م کال د بېلاروس د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سره له دې چې د اپوزیسون او ډېرو لوېدیځو هېوادونو له‌خوا په کې د پراخو درغلیو ادعاوې شوې وې، د بېلاروس د اوږدي مودې واکمن الکساندر لوکاشینکو د بلې دورې لپاره بریالی بلل شوی و.

د ۲۰۲۰م کال ټاکنو وروسته، په بېلاروس کې پراخ لاریونونه وشول چې په پایله کې زرګونه کسان بندیان شول او د اپوزیسیون یو شمېر غړي اړ شول چې له هېواد څخه وتښتي.

د معترضانو پر ضد هغه مهال د حکومت د ځپونکیو اقداماتو په ترڅ کې د یو شمېر اعتراض کوونکو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي او د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د ځینو نیول شوو کسانو د شکنجې مستند شواهد هم موجود دي.

د لوکاشینکو حکومت پر اوکراین د روسیې د څرګند تېري ملاتړ کړی دی.