د اسراييل پوځ د حزب‌الله د احتمالي مشر هاشم صفي‌الدين د وژنې خبر ورکړی

هاشم صفي‌الدين

د اسراییل پوځ د حزب‌الله د هغه جګپوړي چارواکي د وژلو خبر ورکوی چې، تمه کېده د دې ډلې راتلونکی مشر به وي.

د اسراییلو پوځ وايي، هاشم صفي‌الدین چې د حزب‌الله له مخکښو دیني عالمانو څخه و، د حس نصرالله پرځای چې په تېره سپټمبر میاشت کې ووژل شو، د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

حزب‌الله تر اوسه د صفي‌الدین وژل کېدل نه‌دي تایید کړي.

د اسراییل پوځ نن سهار د لبنان پلازمېنې بیروت ته نژدې یوه ودانۍ چې په وینا یې د حزب‌الله تاسیسات په‌کې وو په بشپړ ډول ویجاړه کړه.

دا هوايي برید وروسته له هغه وشو چې د اسراییل پوځ په سیمه کې د دوو ودانیو د تخلیې خبرداری ورکړ.

تر اوسه د دې برید د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

حزب‌الله د لبنان یوه سیاسي او پوځي ډله ده چې متحده‌ایالتونه یې د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

دا ډله د لبنان د جنوب پر ډېره برخه واکمنه ده او په پارلمان کې غړي هم لري.