انتوني بلېنکن له اسراييل په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې

اسراييل ته د انتوني بلېنکن سفر

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکن پرون تل‌ابیب او بیت‌المقدس ته د سفر پر مهال پر اسراییل غږ وکړ چې، په غزه کې د اوربند لپاره کار وکړي.

بلېنکن له ولسمشر اسحق هیرزوګ سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې، د اسراییلي پوځ له‌‌خوا د حماس ډلې د مشر یحیی سنوار وژنې په غزه کې اوربند او د هغو برمته‌و د خوشې کېدو لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړی چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو د برید پرمهال نیولي وو.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله بولي.

له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې بلېنکن ټینګار وکړ چې، د غزې تړانګې ته باید نورې بشري مرستې پرېښودل شي.

واشنګټن تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، که غزې ته سمدستي د نورو بشري مرستو اجازه ورنه‌کړل شي، نو اسراییلو ته به ځینې پوځي مرستې وځنډوي.