د اسراييل پوځ پر بيروت د يو هوايي بريد په ترڅ کې يوه ودانۍ له‌منځه وړې

پر بيروت د اسراييل د بريد يو انځور

د اسراییل پوځ پرون سه‌شنبه (د اکتوبر ۲۲مه) د لبنان د پلازمېنې بیروت په څنډه کې یوه ودانۍ له خاورو سره خاورې کړه او په وینا یې دننه یې د حزب‌الله تاسیسات وو.

د لبنان حزب‌الله یوه سیاسي او پوځي ډله ده چې متحده‌‌ایالتونه یې د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه تور لېست کې شامله کړې ده.

دغه ډله تر ډېره د لبنان پر جنوبي برخې واکمنه ده او د لبنان په پارلمان کې غړي هم لري.

دغه هوایي برید لږ وروسته تر هغه وشو چې د اسراییل پوځ په سیمه کې د دوو ودانیو د تخلیې خبرداری ورکړ.

تر اوسه د دغه برید د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د منځني ختیځ شخړو ته د حل‌لارو د موندلو د هڅو په ترڅ کې پرون تل‌ابیب ته ورسېد او د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره یې وکتل.