د ازادۍ جبهې په کابل او پروان کې د ۵ طالبانو د وژنې او ۴ د ټپي کېدو ادعا کړې

د کابل ولايت نقشه

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفه ډله ادعا کوي چې، د کاپیسا او پروان ولایتونو ترمنځ په ګلبهار سیمه کې یې د طالبانو درې وسله‌وال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دې ډلې پر خپل ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د ګل‌غونډۍ پله په سیمه کې دا برید پرون د دوی وسله‌والو وکړ.

د ازادۍ جبهې په یو جلا بیان کې د کابل د اتمې حوزې په قلاچې سیمه کې د طالبانو د استخباراتو پر موټر د برید پرمهال د دوو طالب سرتېرو د وژلو او او د دوو نورو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده.

د طالبانو رسمي سرچینو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه دا ډول خبرونه نه‌شي تاییدولی.