حامدکرزي يوځل بيا د نجونو په مخه د ښوونځيو د خلاصېدو غوښتنه وکړه

پخوانی ولسمشر حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له عامو افغانانو سره د خپلو لیدنو کتو په ترڅ کې دا ځل له یو ډله ځوانانو سره کتلي او له هغوی سره یې د زده‌کړو پر ارزښت خبرې کړي دي.

ښاغلي کرزي د سه‌شنبې په ورځ له ځوانانو سره په ناسته کې د پوهې په ګاڼه سمبال ځوانان د هېواد د پرمختګ لپاره مهم بللي او یوځل بیا یې د نجونو د ښونځیو په خلاصولو ټینګار کړی دی.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

د نجونو پر تعلیم بندیز ته له نړیوالو غبرګونونو سره-سره د طالبانو حکومت تر اوسه په‌دې برخه کې د کوم پرمختګ خبره نه‌ده کړې.

د ښځو او نجونو حقونه که څه هم طالبان د افغانستان کورنۍ او دودیزه مسله بولي، خو نړیوالو ته بیا دا مهمه مسئله ده او په ظاهره له همدې کبله نړیوال د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته هم زړه نه ښه کوي.