طالبانو د کابل په يوشمېر سيمو کې کور په کور تالاشي پيل کړې

د طالبانو له لوري د کور په کور تالاشۍ يو مخکېنی انځور

ځينې سرچينې وايي چې، طالبانو نن سه‌شنبه (د عقرب په لومړۍ نېټه) د کابل په ځينو برخو کې کور په کور تالاشي پيل کړه.

د خيرخانې سيمې يوه اوسېدونکي چې د امنيتي دلايلو له امله يې نه‌غوښتل نوم يې خپور شي ازادي راډيو ته وويل، د خيرخانې او ۳۱۵ په سيمو کې د طالبانو له لوري کورونه پلټل شوي دي.

ځینو کورنیو رسنیو هم په‌دې اړه خبر ورکړی دی؛ خو طالبانو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په کابل ښار او یوشمېر ولایتونو کې کور په کور تالاشي کړې وه.

دا ځل کابل کې کور په کور تالاشي، وروسته له هغې کېږي، چې لږ تر لږه د شنبې په شپه دوه راکټونه د کابل هوايي ډګر پر لور وتوغول شول.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې، د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې طالبانو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دغې جبهې ادعا کړې، چې لومړی د کابل هوايي ډګر پر پوځي برخې برید د څو راکټونو په ویشتلو سره پیل شو او بیا د دغې جبهې د ښاري ډلې نفوذي برخې برید وکړ.

د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډيو ته د کابل پر هوايي ډګر د راکټي برید پخلی کړی، خو طالبانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې نن ماښام په ايکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې ليکلي، کور په کور تالاشي، د دې جبهې له‌خوا دوه شپې وړاندې بريد پورې اړوند ده او دا ادعا يې هم کړې چې د کابل په قلاچې سيمه کې د طالبانو د استخباراتو پر موټر يې بريد کې د هغوی دوه غړي وژلي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه‌شي تاییدولی.