کرکټ؛ هانګ کانګ د افغانستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او هانګ کانګ کرکټ لوبه.

د اسیا ایمرجینګ جام په ګروپي پړاو کې افغان ابدالیانو خپله وروستۍ لوبه د ۵ وېکټو په توپیر د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته وبایلله.

دغه سیالي چې د عمان په کوربه‌توب د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰بجه پیل شوې وه افغان لوبډلمشر د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۳۱ منډې وکړې.

په‌دې سیالۍ کې هم د افغان توپوهونکو له ډلې صدیق‌الله اتل مخکښ و، هغه ۵۲ منډې وکړې.

دغه راز کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.

د هانګ کانګ په توپ اچونکو کې بیا انس خان ښه وځلېد چې ۶ افغان لوبغاړي یې وسوځول او د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

یادې لوبډلې ورکړل شوی هدف د وروستي اور په درېیم توپ د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ او په‌‌دې سره یې د ایمرجینګ په روان جام کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

د هانګ کانګ لوبډلمشر نزاکت خان ۶۱ او بابر حیات بیا ۳۹ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې عبدالرحمن رحماني ۳ او قیس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان الف لوبډلې په ګروپي پړاو کې د سریلانکا او بنګله‌‌دېش الف لوبډلې ماتې کړې دي او له وړاندې نیمه پایلوبې ته رسېدلي دي.

د روان جام د ګروپي پړاو وروستۍ سیالۍ به سبا چهارشنبه د اکټوبر په ۲۳مه نېټه پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به څرګنده شي چې د اکټوبر په ۲۵مه نېټه افغان لوبډله له هندوستان او یا هم پاکستان سره نیمه پایلوبه لوبوي.

د ویلو ده چې د اسیا ایمریجنګ جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه وي.