حزب‌الله ډلې د اسراييلو پر يوشمېر پوځي اډو د بريد خبر ورکړی

پر اسراييل د حزب‌الله د بريد يو انځور

د لبنان حزب‌الله ډلې نن سهار اعلان وکړ چې، تل‌ابیب ښار ته نږدې دوه مهمې اډې او د حیفا په لوېدیځ کې د سمندري ځواکونو یوه اډه يې په نښه او ویجاړې کړې دي.

د لبنان حزب‌الله ډله یو سیاسي او پوځي ډله ده، چې د لبنان ډېرې جنوبي سیمې کنټرولوي.

امریکا، حزب‌الله ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې یوازې پوځي څانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن د خپل سفر پر اوږدو کې اسراییل ته ځي او هلته به پر اسراییلو د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره لا زیات فشار راوړي.

د لبنان په جنوب او د پلازمېنې بیروت په جنوبي سیمو باندې د اسرايیلو له‌خوا د تېرې شپې له سختو بریدونو وروسته، حزب‌الله اعلان وکړ چې د تل‌‌ابیب په څنډه کې یې د ګلیلوت او نیرت په سیمه کې د پوځي استخباراتو مرکزونه په نښه کړي دي.

حزب‌‌الله همدا راز اعلان وکړ چې د اسرايیلو په شمال کې د حیفا څخه بهر یوه سمندري اډه یې هم په راکټونو ویشتې ده.

د تلفاتو په اړه سمدستي راپور نه‌شته.

اسرايیلي چارواکو ویلي، د تل‌‌ابیب په جنوب ختیځو سیمو کې د هوايي بریدونو لپاره د خطر زنګ هغه مهال وغږول شو، چې یوه توغندي له لبنان څخه تېر شو او په یوه ازاده سیمه کې ولګېده .