د طالبانو د احصايې اداره: سږکال افغانستان کې نږدې پنځه ميليونه ميټريک ټنه غنم توليد شوي

ارشیف: په افغانستان کې د غنمو د راټولولو له بهیره یو انځور

د طالبانو د حکومت د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي، سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصلات زیات شوي دي.

دې اداري په یوې خبرپاڼې کې چې نن یې خپره کړې ویلي، د غنمو په حاصلاتو کې یې د زیاتوالي په اړه دا معلومات د ریموټ سینسینګ یا له لرې د معلوماتو د راټولولو د ټیکنالوژۍ او سټلایت د عکسونو په وسيله راټول کړي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي او دا اندازه د تېر کال پرتله د غنمو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی ښيي.

پر وخت ورښتونه او په ځینو ځایونو کې د کوکنارو پر ځای د غنمو کر، د غنمو په حاصل کې د دې زیاتوالی سبب ښودل شوی.

د همدې ادارې په وینا د غنمو په حاصلاتو کې د دې زیاتوالي سربېره سږ کال لا هم افغانستان شاوخوا د دوه میليونه میټریک ټنه غنمو واردولو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې WFP یا د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې څه کم ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې دا مهال د درې میليونو څخه د زیاتو ماشومانو په ګډون ۴ میلیونه افغانان له خوارځواکۍ سره مخ دي.