د سمنګان-بغلان پر لویه لاره ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي

ارشیف

د سمنګان-بغلان پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې د يو تن د مړينې او شپږ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني کورنیو رسنیو ته ویلي، د دوشنبې ماسپښین د سمنګان په رباطک سیمه کې یو فورتینر ډوله موټر چپه شو چې په کې يو ماشوم ساه ورکړې او د ښځو او ماشومانو په شمول شپږ کسان نور په کې ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌احتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.