بريتانيا اوکراين ته ۲.۴ ميليارده ډالره پور ورکوي

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي

بريتانيا اوکراين ته د نورو وسلو د پېرلو لپاره ۲.۴ ميليارده ډالره پور ورکوي.

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي نن دا خبر په داسې حال کې اعلان کړ چې اوکرایني ځواکونه په ختیځ کې د روسي ځواکونو د سختو بریدونو پر وړاندې په جګړه بوخت دي او هره ورځ د اوکراین پر ښارونو او تاسیساتو د روسیې له‌خوا هوايي بریدونه دوام لري.

چارواکو ویلي، په دې وروستیو بریدونو کې د روسیې پولې ته څېرمه په سویل ختیځ ښار سومي کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

هغه پیسي چې بریتانیا یې اوکراین ته ورکوي د هغو ۵۰ میلیاردو ډالرو پور یوه برخه ده چې تېر جون د جي۷ G7 یا د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو له‌خوا اعلان شوی و.

دا پور باید په لوېدیځ کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د عایداتو له لارې تمویل شي.

د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین پراخ برید کړی، د روسیې شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالره بهرنۍ سرمایه په لوېدیځ کې کنګل شوې ده.