د روسیې ولسمشر د ملګرو ملتونو سرمنشي سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د برېکس سرمشریزې په پای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وګوري.

د پوتین مرستیال یوري یوشاکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې له انټونیو ګوټېرېش سره به دا لیدنه په کازان کې د سرمشریزې په څنډه کې وشي.

د برېکس سرمشریزه به نن د سه شنبې په ورځ پیل شي او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.

په دې سرمشریزه کې د روسیې پر ولسمشر سربېره، د برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا او یو شمېر نورو هېوادونو مشران ګډون کوي.

مسکو هڅه کوي چې له دې فرصت څخه په استفادې داسې وښيي چې پر اوکراین د برید له امله د روسیې د منزوي کولو لپاره د لوېدیځ هڅې ناکامې شوي دي.

که څه هم ټاکلې شوې د پنجشنبې په ورځ ګوټېرېش له پوتین سره وګوري، خو له دې سره هم داسې نه ښکاري چې مسکو یا کییف دې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پراخو خبرو اترو ته چمتو وي.

ګوټېرېش تل د مسکو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پر اوکراین کې د روسیې اوسنی عملیات د نړۍ لپاره یوه "خطرناکه سابقه" رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي تل د عادلانه سولې غوښتنه کړې چې په هغه کې نړیوال قانون او د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.