ملګرو ملتونو د حزب‌الله پر اړوند یوه شرکت د اسراییلو بریدونه غندلي

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور

ملګرو ملتونو د لبنان د حزب‌الله پر اړوند یوه شرکت د اسراییلو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغو بریدونو "بېلابېلې ښاري او د استوګنې سیمې" په نښه کړي او ملکي تاسیساتو ته یې ډېر زیان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر اعلامیه وايي، په دغو بریدونو کې القرض الحسن مالي ټولنې پورې تړلي تاسیسات په نښه شوي دي.

د یکشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو په بیروت، د ختیځې بقاع درې او جنوبي لبنان کې د دې ادارې پر څانګو بریدونه وکړل.

دا مالي شرکت، چې په رسمي ډول د خیریه بنسټ توګه ثبت شوی د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې خپلو پېرودونکو ته د سرو زرو د ګروۍ په بدل کې له سود پرته پور ورکوي.

د دې موسسې ډېری مراجعین شیعه مسلمانان دي، خو سني مسلمانان او عیسویان هم د دې ادارې له خدمتونو ګټه اخلي.

امریکا پر دغه بنسټ بندیزونه لګولي او د لبنان حزب‌الله یې تورن کړی چې له دغه بنسټ څخه د خپلو مالي فعالیتونو د پټولو او نړیوال مالي سیستم ته د لاسرسي لپاره کار اخلي.