طالبانو په هرات کې د ۳۰ بېلابېلو وحشي مرغانو د خوشې کولو خبر ورکړی

ارشیف

په هرات کې د طالبانو چارواکي په طبعیت کې د ۳۰ بېلابېلو وحشي مرغانو د خوشې کولو خبر ورکوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس د چاپېريال ساتنې د رياست د مسوولانو په حواله خبر ورکړی چې دغه مرغان د چاپېريال ساتنې د سرغړوونکو له‌خوا د سپين ادې او د مرغانو پلورونکو له بازار څخه راټول شوي وو.

په خبر کې د دغو طالب چارواکو په حواله راغلي چې دوی په جدي توګه د وحشي ژوو د ښکار، انتقال، قاچاق، پېر او پلور مخه نیسي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د کشک رباط سنګي ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ هم په دغې ولسوالۍ کې د وحشي حيواناتو د ښکار په تور درې کسان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

د افغانستان د خپلو وحشي مرغانو سربېره، دا هېواد د نایابه مرغانو د موسمي مهاجرت په مسیر کې هم دی چې هر کال د هند بحر څخه سایبریا ته او برعکس عکس یې مهاجرت کوي.