د ترکیې د ولسمشر مخالف او یو روحاني مشر فتح‌الله ګولن په امریکا کې مړ شوی

فتح‌الله ګولن چې په امریکا کې د یکشنبې په ورځ مړ شوی دی.

فتح‌الله ګولن ته نژدې خواله رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا سخت مخالف روحاني په امریکا کې وفات شوی دی.

راپورونه ښیي چې ګولن د یکشنبې په ورځ په امریکا کې په یو روغتون کې وفات شوی دی.

دا مذهبي خطیب او د اخلاقي او دیني علومو ښوونکی په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې اوسېده.

"هرکول" وېبپاڼې، چې د ګولن له خوځښت سره نژدې اړیکې لري، د نوموړي د مړینې خبر ورکړ.

ګولن چې په ترکیه کې د ارزروم په سیمه کې زیږېدلی و، د وفات پر وخت ۸۳ کلن و.

په ترکیه کې ځینو رسنیو لکه این‌ټي‌وي او هابر په امریکا کې د ګولن د نژدې کسانو له قوله د نوموړي د مړینې خبر ورکړی دی.

خو د ترکیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فتح‌الله ګولن نوم د ۲۰۱۶م کال د دوبي په نیمایي کې په ترکیه کې هغه مهال ډېر مطرح شو چې اردوغان ګولن په "کودتا" تورن کړ او د هغه د جریان د ماتې اعلان یې وکړ.