جرمني کې د اسراییل پر سفارت د هڅې په تور نیول شوی لیبیایي وګړی زندان ته لېږدول شوی

په برلین کې د اسراییل سفارت مخته د پولیسو یو افسر

د اسلامي‌ دولت ډلې یا داعش هغه ملاتړی پرون توقیف ته ولېږدول شو چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې د اسراییل پر سفارت د برید د هڅې په تور نیول شوی دی.

د جرمني "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس ویلي چې د عمر په نوم دغه لیبیایي وګړی د شنبې په ورځ د برلین په یوه څنډه کې د پولیسو د هغې قطعې له‌خوا ونیول شو چې په درنو وسلو سمباله ده.

د جرمني فدرال څارنوالانو ویلي، یاد کس پلان درلود چې د اسراییل پر سفارت د ټوپک په وسیله د لوړې کچې برید وکړي.

دغو څارنوالانو په یوه بیان کې ویلي چې مشکوک کس د خپل برید د پلان په اړه د داعش یوه غړي ته په مسنجر کې معلومات لېږلي دي.

نیول شوی کس ۲۰۲۲م کال کې جرمني ته دننه شوی چې هلته یې د پنا اخیستنې دوسیه هم رد شوې ده.

د جرمني پولیسو ویلي چې د غزې د جګړې له پيله په دغه هېواد کې د یهودانو ضد فعالیتونه ډېر شوي دي.