کمالا هاریس: په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل راته د منلو نه دي

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس وایي، په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل ورته د منلو نه دي.

مېرمن هاریس چې د ډیموکرات ګوند له‌خوا د ولسمشریزو ټاکنو نومانده ده، پرون یکشنبه دغه څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دوی د غزې د جګړې پای ته رسېدل غواړي.

نوموړې زیاته کړې چې د همدې هڅو په موخه یې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوځل بیا منځني ختیځ ته ځي او هلته به د اړوندو لوریو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

که څه هم منځني ختیځ ته د بلېنکن د راتلونکي سفر نور جزییات نه‌شته، خو د جرمني خبري اژانس یا "ډ‌ي‌پي‌اې" لیکلي چې بلېنکن به سبا سه شنبه اسراییلو ته ورسېږي.

په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو له پيله تراوسه څه باندې ۴۲ زره فلسطینیان وژل شوي دي.