د اسراييل پوځ لبنان کې د حزب‌الله پر استخباراتي مرکز د بريد خبر ورکړی

پر بيروت د اسراييل بريد

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې دوی د یک‌شنبې په ورځ په لبنان کې د حزب‌الله د استخباراتو پر یوه مرکز او په پلازمېنه بیروت کې د وسلو د تولید پر یوه ځمکني ورکشاپ برید کړی دی.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې، د دوی جنګي الوتکو د حزب‌الله درې قوماندانان وژلي دي، چې په‌‌کې عباس سلیمه د دې ډلې د جنوبي قوماندانۍ یو جګپوړی غړی، رضا عباس عواضه د اړیکو ماهر، او احمد علي حسین شامل دي، چې د اسراییلو پوځ په وینا د دې ډلې د ستراتیژیکو وسلو د پراختیا مسوول و.

تر اوسه روښانه نه‌‌ده چې دا درې کسان په استخباراتي مرکز کې په برید کې وژل شوي او که په بېلو عملیاتو کې.
حزب‌الله تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د یک‌شنبې په سهار دوه اسراییلي بریدونه په (حاره حریک) او په (حداث) کې شوي، دا ټولې سیمې د حزب‌الله تر کنټرول لاندې د بیروت د جنوب په ضاحیه کې موقعیت لري.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، د لبنان په جنوب کې یې تونلونه او ځمکني تاسیسات ویجاړ کړي او د جمعې په ورځ یې د حزب‌الله د بنت جبیل سیمې مرستیال قوماندان وژلی دی.

اسراییلي پوځ همداراز ویلي چې، په نورو بریدونو کې یې د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله ۳ وسله‌وال وژلي دي.