غزه کې روغتيايي چارواکي: د اسراييل په هوايي بريد کې ۷۳ کسان وژل شوي

غزه کې د اسراييل د بمبارۍ يو انځور

د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي چارواکي وايي، پرون (شنبې) د اسرايیل هوايي ځواک په شمالي غزه کې د بیت لاهیا په ښار کې یوه څو پوړیزه ودانۍ په نښه کړه، چې لږ تر لږه ۷۳ کسان په‌کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له‌خوا تروریستي ډله ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې، د اسرايیل پوځ وویل چې، د دې برید په اړه د مرګ‌‌ژوبلو راپورونه څېړي او زیاته یې کړه: "لومړنۍ څېړنې ښيي چې د مرګ‌‌ژوبلو په شمېر کې مبالغه شوې او له ترلاسه شویو معلوماتو سره سمون نه‌خوري."

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌‌مخې، پر جګړې د اسرايیل، حماس او حزب‌‌الله ټینګار د دې هیله کمه کړې چې د یحیی سنوار وژل به په غزه او لبنان کې اوربند ته لاره هواره کړي.

د دې راپور له‌مخې، د اسرايیل الوتکو د شنبې په ورځ د غزې په جنوب کې اعلامیې غورځولې، چې په هغو کې د یحیی سنوار عکس او دا پیغام لیکل شوی و چې: "حماس به نور په غزه واکمني ونه‌‌کړي."

له بلې خوا اسراییل پرون (شنبې) په بیروت او لمنو کې یې څو درنې هوايي حملې وکړې.

د خبري اژانسونو د راپورونو له‌‌مخې، له بمباریو وروسته د بیروت او شاوخوا سیمو په اسمان کې لوخوړې او لوګي پورته شول.