نتنیاهو: د حزب‌الله دا هڅه چې ما او زما مېرمنه ووژني، لویه اشتباه وه

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون شنبه د ایران له ملاتړه برخمنه حزب‌الله ډله تورنه کړه چې د ده د وژلو هڅه یې کړې ده.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په منځني کې کړکېچ زیات شوی او اسراییل د ایران د راکټي حملو د غچ اخیستو ګوتڅنډنه کړې ده.

د نتنیاهو دفتر وايي، په مرکزي سیمه قیساریه کې د نتنیاهو د کور پر لوري یوه بې پېلوټه الوتکه توغول شوې وه، خو نتنیاهو او مېرمن یې هغه شېبه په کور کې نه وو او چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.

نتنیاهو په یوه اعلامیه کې ویلي: "د ایران د نیابتي ډلې حزب‌الله دا هڅه چې ما او زما مېرمنه ووژني، لویه اشتباه وه."

د لبنان حزب‌الله ډلې چې ایران یې تمویلوي، د دې حملې مسوولیت نه دی منلی، خو په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ پرون ناوخته ویلي، دا د حزب‌الله کار و.

امریکا، د ایران له ملاتړه برخمن حزب‌الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.