د لبنان پر ختيځ د اسراييل بريدونه؛ د يو ښاروال په ګډون څلور کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراييل بريد

د لبنان دولتي رسنۍ وايي، پر ختیځ ښارګوټي بقاع د اسرايیل په تازه حمله کې څلور کسان وژل شوي چې یو یې ښاروال دی.

په‌‌‌‌دې حمله کې نن یوه وداني په نښه شوې ده.

د راپور له‌‌‌مخې په څلورو وژل شویو کې د سحمر ښارګوټي ښاروال حیدر شهلا هم شامل دی.

له کله چې څه باندې کال مخکې په غزه کې د حماس او اسرايیل ترمنځ جګړه پیل شوې، اسرايیل تقریباً هره ورځ د لبنان له حزب‌الله ډلې سره ډزې تبادله کوي.