د ترکيې د بهرنيو چارو وزير: پر لبنان او غزه د اسراييل بريدونو ايران مشروع ګام اخيستو ته اړ کړ

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، په لبنان او غزه کې د اسراییل بریدونه ایران دې ته اړ ایست چې "مشروع ګامونه پورته کړي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې په ورځ په استانبول کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په کتنه کې وویل، د اسرايیل تهاجمانه دریځ ایران دې ته اړ کړ، چې د ده په وینا مشروع ګامونه پورته کړي.

هغه وویل چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو "په دوامداره توګه په سیمه کې نوې جبهې پرانیزي" او "هڅه کوي چې ایران دې جګړې ته داخل کړي."

عراقچي چې د جمعې په ورځ په استانبول کې د جنوبي قفقاز د هېوادونو په غونډه کې برخه اخیستې وه، وویل چې په لبنان کې مخ په زیاتېدونکی کړکېچ "ډېر د اندېښنې وړ" دی.

ایران د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر اسرايیل شاوخوا ۲۰۰ توغندي وویشتل او دا کار یې د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله او د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنو په عکس العمل کې وکړ.