د متحده عربي اماراتو رسمي خبري اژانس د دغو بندیانو د تبادلې په اړه ویلي چې، پهدې اړه یوه موافقه د متحده عربي اماراتو په مرسته ترلاسه شوې وه.
د روسیې دفاع وزات پر ټلېګرام چینل وویل، ۹۵ روسي پوځیان خوشې شوي او په بیلاروس کې یې طبي معاینات کېږي.
د اوکراین چارواکو سملاسي د دغې تبادلې په اړه څه نهدي ویلي.
روسیې او اوکراین تر دې مخکې پرون د ورځې په لومړیو کې په جګړو کې د یوشمېر وژل شویو پوځیانو جسدونه تبادله کړل.
د روسیې د پارلمان یا دوما مرستیال شمسیل سارالییف چې د پوځي عملیاتو په اړه د پارلمان د همغږۍ د ډلې مشر دی وویل، پهدې تبادله کې د ۵۰۱ پوځیانو جسدونه اوکراین ته او د ۸۹ پوځیانو جسدونه روسیې ته ورکړل شول.
د جنګي بندیانو د چارو په اړه د اوکراین د همغږۍ ادارې تایید کړه، چې د وژل شویو پوځیانو جسدونه اوکراین ته رسېدلي، خو د روسیې دفاع وزارت تر اوسه د وژل شویو بندیانو د جسدونو د تبادلې په اړه څه نهدي ویلي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دغې تبادله کې منځګړیتوب کړی.