د جنوبي کوريا استخباراتي اداره: شمالي کوريا روسيې ته ځانګړي ځواکونه استولي

د شمالي کوريا پوځيان

جنوبي کوریا ادعا وکړه چې، شمالي کوریا د روانې میاشتې په پیل کې روسیې ته د ځانګړیو ځواکونو استول پیل کړي دي.

دغه ادعا څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې، د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر پیونګ یانګ ورته تورونه ولګول، چې د اوکراین په وړاندې جګړه کې د کریملین د ملاتړ لپاره یې سرتیري او وسلې روسیې ته لېږلي.

د جنوبي کوریا د ملي استخباراتو ادارې، NIS پرون جمعه په یوه بیان کې وویل چې، د اکتوبرله ۸ تر ۱۳مې نېټې یې د شمالي کوریا د پوځ خوځښتونه څارلي او داسې تصویرونه یې اخیستي، چې ښيي د دې هېواد ځانګړي ځواکونه د روسیې په ټرانسپورټي کښتۍ کې د روسیې خاورې ته لېږدول کېږي.

دا له ۱۹۹۰ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د روسیې کښتۍ د شمالي کوریا اوبو ته ننوځي او هغه په جګړه کې د شمالي کوریا د پوځ د ښکېلتیا پیل تأییدوي.

کریملین د جنوبي کوریا هغه مخکېنۍ ادعاوې چې ګواکې پیونګ یانګ مسکو ته توپونه او لنډ واټن ویشتونکي توغندي ورکړي، رد کړې وې خو د سیول او د زیلینسکي د وروستیو ادعاو په وړاندې یې تر اوسه غبرګون نه‌دی څرګند کړی دی.