د نیوزیلنډ کرکټ ښځینه لوبډله هم د نړیوال جام پایلوبې ته ورسېده

د نيوزيلنډ ښځينه کرکټ لوبډله - ارشيف

د ښځو ترمنځ د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۱۸مه نېټه دویمه نیمه پایلوبه د نیوزیلنډ او ویسټ اینډیز ترمنځ ترسره شوه، چې نیوزیلنډ د ۸ منډو په توپیر وګټله.

دغه سیالي چې د عربي متحده‌اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه، نیوزیلنډ یې پچه ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه.

یادې لوبډلې د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه، چې نیوزیلنډ ته جیورجیا پلیمر تر نورو ډېرې ۳۳ منډې وکړې.

ویسټ اینډیز ته ډینډرا ډوټین ۴ لوبغاړې وسوځولې.

د ویسټ اینډیز لوبډلې په شلو اورونو کې ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۲۰ منډې یې وکړې.

اېډن کارسن چې په‌دې لوبه کې د ویسټ اینډیز درې لوبغاړې وسوځولې د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شوه.

د روان شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې سویلي افریقا اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه.

د ویلو ده چې د دې شل اوریز نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د سویلي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شي.