د پيسو نړيوال صندوق د اوکراين لپاره يو ميليارد ډالره پور تأييد کړ

د پيسو نړيوال صندوق لوګو

د پیسو د نړیوال صندوق IMF اجراییه بورډ د اوکراین لپاره یو میلیارد ډالره پور تأیید کړ.

تمه ده چې دا پیسې به د جګړه ځپلي اوکراین د بودیجې پر اړتیاو ولګول شي.

دا پور د څلورو کلونو په اوږدو کې اوکراین ته د ۱۵،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د پور د روان پلان یوه برخه ده، چې د تېرکال په مارچ میاشت کې تصویب شو.

د IMF اجراییه مشرې کریستالینا ګیورګییوا پرون په یوه بیان کې وویل، پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې د دې هېواد د ټولنیزو او اقتصادي برخو ویجاړېدل دوام لري.

آی‌ايم‌ايف ویلي دي چې، اوکراین د مالیاتو په برخه کې د تشکیلاتي اصلاحاتو په ګډون د دې بانک د پور د ترلاسه کولو ټول معیارونه پوره کړي دي.