د اندونيزيا په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د زده‌کړو لپاره موافقه لاسليک شوه

ويل شوي د نجونو بورسيو ته به ډېره پاملرنه کېږي.

اندونیزیا او قطر هغه موافقه لاسلیک کړې چې، له‌مخې یې افغان محصلانو ته د اندونیزیا په پوهنتونونو کې د زده‌کړو لپاره بورسیې ورکول کېږي.

د اندونیزیا د بهرنیوچارو وزارت د وېب‌‌پاڼې د خبر له‌مخې دا موافقه د پنج‌شنبې په ورځ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي، د نړیوالو اړیکو په چارو کې د قطر د دولت له وزیرې لولوُ الخاطر سره لاسلیک کړه.

د دې موافقې له‌مخې د اندونیزیا په پوهنتونونو کې د افغان محصلانو د بورسیو لګښت د قطر حکومت ورکوي.

خبر زیاتوي چې مېرمن ریتنو په افغانستان کې زده‌کړو ته، په تېره د ښځو د لاس‌رسي پر اړتیا ټینګار وکړ.

اوس‌‌مهال نژدې شل تنه افغان محصلان په اندونیزیا کې لوړې زده‌کړې کوي.

اندونیزیا ویلي چې، په نورو برخو کې یې هم له افغانستان سره مرستې کړي چې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین لس میلیون دوزه، د طبیعي پېښو د زیانمنو لاس‌نیوی او له روانو حالاتو اغېزمنو شاوخوا ۴۰۰ ښځو ته د رواني ناروغیو خدمات په‌کې شامل دي.