ريچارډ بېنيټ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د خبرو لپاره کاناډا ته ځي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وایي، د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا او تورنتو ښار کې به له یوشمېر ښکېلو اړخونو، په ځانګړې توګه له افغانانو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د روان بحران په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي بېنیټ په‌دې اړه پرون جمعه ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې لیکلي، د کاناډا له حکومت سره به هم پر دې خبرې وکړي چې له کومو لارو کولای شي چې د افغانستان د خلکو د بشري حقونو دفاع ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرۍ په یوه بیان کې ویلي و، چې ښاغلی بېنیټ به د روانې اکتوبر میاشتې له شلمې نه تر ۲۶مې پورې له کاناډا څخه کتنه ترسره کړي.

د بیان له‌مخې له هغو افغانانو سره چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کاناډا ته کډوال شوي، د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو له فعالانو، خبریالانو، کارپوهانو او مدني ټولنو سره کتنې هم د بېنیټ د سفر په اجنډا کې شاملې دي.

د طالبانو حکومت د روان کال په اګست میاشت کې افغانستان ته د ښاغلي بېنیټ پر سفر بندیز ولګاوه.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا وکړه چې، بېنیټ د افغانستان پر ضد د تبلیغ لپاره ګومارل شوی او نوموړی له کوچنیو خبرو څخه لویې مسئلې جوړولې، خو ښاغلي بېنیټ ویلي دي چې افغانستان ته د ده پر سفر له بندیز سره-سره به په‌دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو هڅو ته دوام ورکړي.