د کرکټ اسیايي شورا له لوري نن جمعه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د کرکټ ایمرجینګ اسیا جام سیالۍ د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې په عمان کې پیل شوې وه، افغان لوبډلې لومړۍ پاڼۍ ترسره کړې وه چې په شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۶۶ منډې کړې وې.
افغانستان ته په توپوهنه کې صدیق اتل ۸۳ او ذبید اکبري ۵۷ منډې وکړې.
سریلانکا د هدف په دوام په ۱۹.۳ اورونو کې ۱۵۵ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
په افغان توپ اچونکو کې فریدون داودزي ۳، بلال سمیع او الله محمدغضنفر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله به خپله دوهمه سیالي د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.