حماس د یحیی سنوار وژنه تایید کړه

یحیی سنوار چې غزه کې د اسراییلو برید کې ووژل شو.

حماس نن دا خبر نن تایید کړ چې د دوی مشر یحیی سنوار وژل شوی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د حماس ډلې مرستیال خلیل الحیه نن له ماسپښین وروسته څرګنده کړه چې یحیی سنوار په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.

اسراییل پرون د یحیی سنوار د وژلو خبر ورکړ او ویې ویل چې د هغه جسد اسراییل ته انتقال شوی دی.