د بلوچستان يوې محکمې د دوو نيول شويو افغان هلکانو او درې نجونو د خوشې کېدو امر کړی

پاکستان کې د يوې محکمې انځور

د بلوچستان سترې محکمې د هغو دوو افغان هلکانو او درې نجونو د خوشې کېدو امر وکړ، چې نژدې یوه نیمه میاشت مخکې له پولې سره نژدې نیول شوي وو.

دا ماشومان د پاکستان د تحقیقاتو مرکزي ادارې(ایف‌آی‌اې) د سپتمبر په درېیمه په چمن کې نیولی و.

د پاکستان د قانون د پنځه دېرشمې مادې له‌‌مخې ماشومان باید د پولیسو په ماموریت کې ونه ساتل شي.

په کويټه کې د سحر په نوم خیریه بنسټ ویلي دي، دا ماشومان یې نن په الوتکه کې اسلام‌‌اباد ته لېږدولي دي.