رينا اميري ايران سره پر پوله د زيات شمېر افغان وګړو د مرګ‌ژوبلې پېښې د څېړنې غوښتنه کړې

رينا اميري

د ښځو او بشري حقونو په برخو کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحد‌ه‌‌ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د ایران د سراوان له ولسوالۍ سره د ګڼو افغانانو د وژلو یا ټپي کېدو د ادعا په اړه د شفافو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

رینا امیري تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې دا هم لیکلي دي، هغه کسان چې له ځپل کېدو تښتي، باید له هغوی سره په خواخوږۍ او انسانیت چلند وشي، نه په خشونت.

روانه اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې، ایراني ځواکونو په هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي چې د ایران د سیستان-بلوچستان ایالت له لارې دغه هېواد ته داخلېدل.

ځیني کسانو له رسنیو سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې ده، چې په وژل شویو او ټپي شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ملګروملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او ځینو نورو موسسو او افرادو هم د دې پېښې د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.