د يحيی سنوار له وژل کېدو سره سم يو ځل بيا غزه کې د اوربند غوښتنې زياتې شوي

د حماس مشر يحيی سنوار

یحیی سنوار چې د سخت‌‌دریځې حماس ډلې له لوري پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اوومه د برید اصلي طراح بلل کېږي، د غزې په جنوب کې وژل شوی دی.

دا د اسراییل د پوځ لپاره چې له دغه برید وروسته یې د حماس د جرړو د ایستلو لپاره په غزه کې جګړه پیل کړې، یوه ستره بریا ګڼل کېږي.

د سنوار له وژل کېدوسره په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو او د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتې بیا زیاتې شوې چې حماس برمته کړي دي.

د امریکا متحده‌ایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د اسراییل پوځ پرون پنج‌شنبې پرخپل ایکس‌‌پاڼه یوازې دومره ولیکل چې، یحيی سنوار ووژل شو خو وروسته یې په یوه اوږده بیان کې وویل چې د ۸۲۸ لوا سرتېرو یې درې ترهګر په نښه کړي و او د هغوی د جسدونو له څېړلو وروسته معلومه شوه چې یو یې یحيی سنوار دی.

د نوموړي په وژل کېدو سره د ایران له ملاتړه برخمنه دا ډله په څه کم درې میاشتو کې دوهم ځل دی چې له خپل مشر څخه بې‌‌برخې کېږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن جرمني ته له رسېدو سره سم او د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره له ټیلفوني خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، اوس یې وخت دی چې په غزه کې د اوربند لپاره ګام پورته شي.