د سره صليب يوه مشره: ناچاوده مهمات لا هم افغانستان کې د خلکو لپاره يو ګواښ دی

ارشيف

د سره صلیب یوه مشره وايي، ځمکني ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره یو دوامداره ګواښ دی.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازولۍ مشرې کاټرینا ریتځ (Katharina Ritz) پرون پر خپله ایکس‌پاڼه دا معلومات خپاره کړي.

هغې د نازیې په نوم د یوې کوچنۍ افغانې نجلۍ عکس هم خپور کړی، چې تازه مصنوعي پښه ورته لګول شوې ده.

مېرمن ریتځ لیکلي، نازیې د یوه ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړې او په وروستیو کې د سره صلیب د فزیکي توانمندۍ په یوه مرکز کې ورته مصنوعي پښه لګول شوې ده.

د ملګرو‌ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په زمري/ اسد میاشت کې ویلي وو، په افغانستان کې نږدې درې نیم ميلیونه وګړي د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو ناچاودنه مهماتو له امله د زیانمنېدو له دوامداره ګواښ سره مخامخ دي.