د طالبانو حکومت د ايران په پوله د وژل شويو افغان وګړو د پېښې څېړنې ته پلاوی ټاکلی

دا انځور له هغه ويډيو اخيستل شوی چې پر ټولنيزو شبکو خپريږي او دغه کسان په‌کې ادعا کوي چې دوی له پېښې څخه ژوندي پاتې شوي کسان دي.

د طالبانو حکومت وايي، د ایران او پاکستان پر پوله د افغانانو د مرګ‌ژوبلې د راپورونو د څېړلو لپاره يې یو لوړ پوړی پلاوی ټاکلی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر له‌خوا په هغه اعلامیه کې چې نن (د اکټوبر ۱۷مه) خپره شوې راغلي، دغه پلاوی تېره شپه د ریاست الوزرای له‌خوا د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ چې په‌کې د دفاع، بهرنیو چارو وزارت، سرحدنو او د استخباراتو د عمومي ریاست استازي برخه لري، جوړ او ورته دنده سپارل شوې، چې موضوع وڅېړي او راپور يې د طالبانو ریاست الوزرا ته وړاندې کړي.

د ایران د بشري حقونو د حال وش په نوم د سازمان د راپور پر بنسټ، د یک‌شنبې په شپه شاوخوا ۳۰۰ افغانانو چې غوښتل یې د سیستان او بلوچستان ولایت له لارې ایران ته ننوځي د ایران د سرحدي ځواکونو له‌خوا د کالګان سراوان په سیمه کې پرې ډزې وشوې.

د دې پېښې د مرګ‌‌ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه شته او خپلواکو سرچینو یې کره شمېر نه‌دی وړاندې کړې.

ازادي راډيو په خپلواکه توګه د تلفاتو شمېر او د پېښې څرنګوالی تاییدولی نه‌شي، ځکه پېښه په يوه لرې پرته سيمه کې شوې او رسنۍ ورته لاس‌رسى نه‌لري.