افغان ابدالیان سبا له سریلانکا سره سیالي کوي

د افغان ابدالیانو لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغان ابدالیانو په نوم الف لوبډله یې سبا جمعه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره ترسره کوي.

د بورډ په خبر کې راغلي چې سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شي.

افغان لوبډله چې په اې ګروپ کې قرار لري دوهمه سیالي یې د اکټوبر په ۲۰مه نېټه له بنګله‌دېش او وروستۍ یې په ۲۲مه نېټه له هانګ کانګ سره ده.

افغان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله ټاکلې ده چې له وړاندې یې په عمان کې دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړې او له عمان او هانګ کانګ سره یې په درې اړخیزو سیالیو کې اتلولي هم وګټله.

د ویلو ده چې یادې سیالۍ شل اوریزې دي او پر افغانستان سربېره په کې ۷ نور اسیايي هېوادونه هم ګډون لري او د اکټوبر په ۲۷مه نېټه به یې پایلوبه وي.