زلزلې د افغانستان یو شمېر سیمې لړزولي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه نهه درجې زلزلې د افغانستان یو شمېر سیمې لړزولي دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي چې دغه زلزله چې د بدخشان د مرکز فیض‌اباد په شپېته کیلومتري واټن کې تېره شپه شوې، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان کې هم احساس شوې ده.

رویټرز خبري اژانس بیا د جرمنې د جیولوجیکي څېړنو د یوې ادارې په حواله د زلزلې شدت پنځه اعشاریه پنځه یاد کړی او ویلې یې دي چې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې ۱۸۱ کیلو متره په ځمکه کې ژور و.

د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د زلزلې د احتمالي زیانونو کوم راپور هم نه دی ورکړل شوی.