د ایراني پوله ساتو په ډزو د لسګونو افغانانو وژنه؛ طالبان: په دې اړه له څېړنو وروسته خپله پرېکړه کوو

د ایران د سیستان او پلوچستان په سراوان سیمه کې هغه افغانان لیدل کېږي چې د ایرانیو سرتېریو له‌لوري ژوندي پاتې شوي دي. ویل کېږي، د دغو کسانو نور ملګري وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت وایي، د پاکستان له خاورې ایران ته د ننوتلو پر مهال د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو د خبرونو په اړه څېړنې کوي.

د دې حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن چهارشنبه د تلې یا میزان ۲۵مه په ایکس یا پخواني ټویټر لیکلي چې د پاکستان او ایران په پوله کې د یو شمېر افغانانو د مرګ په اړه یې د ډیپلوماتیکو هغو په شمول د بېلابېلو ادارو له لارې څېړنې پیل کړي او د څېړنو پر بنسټ به پرېکړه وکړي.

خو د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي بیا پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د ایراني ځواکونو په ډزو د لسګونو افغانانو وژل کېدلو خبرونه سم نه دي.

نوموړي زیاته کړې چې له ناقانونه کډوالو سره قانوني چلند د هېوادونو مشروع حق دی، خو ټینګار یې کړی چې هېواد یې په دې اړه په قانوني توګه او د نړیوالو تړونونو پر بنسټ عمل کوي.

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي چې ګڼ شمېر افغان کډوال د ایران خاورې ته د ننوتلو پر مهال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په تبعید کې د ایران د بشري حقونو یوې ادارې، حال وش، پرون راپور ورکړ چې د ایران سرحدي ځواکونو د سلګونو افغان کډوالو پر لوري ډزې کړي دي.

دغه سازمان د ویډیو فایلونو، انځورونو او د عیني شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ دغه خبر خپور کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په تهران کې د افغانستان د سفارت یوه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د ایران سرحدي ځواکونو په سیستان بلوچستان ولایت کې د سراوان سرحدي سیمې په لور روان افغان کډوال په نښه کړي دي.

دغه سرچینه وایي، دوی د پېښې په اړه معلومات راټولوي، خو لا هم د وژل شویو او ټپیانو کره شمېرې په لاس کې نه لري.

که څه هم په پېښه کې د ټپیانو او مړو تایید شوی شمېر نه دی څرګند، خو ځینو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته د مړو او ټپیانو شمېر تر ۲۵۰ کسانو پورې یاد کړی دی.

د مرګ‌ژوبلې دا شمېره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.