د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له بندیز وروسته نجلا واده ته اړه شوه

Your browser doesn’t support HTML5

له زده‌کړو تر راګرځول کېدو وروسته، یوازې یو انتخاب لرو، هغه دا چې باید واده وکړو. دا د حقوقو او سیاسي علومو د محصلې چې اوس له زده‌کړو راګرځول شوې، نجلا خبرې دي، چې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته واده کولو ته اړ شوه. نجلا اوس د یوې ماشومې مور ده.