د لبنان د نبطية ښاروالۍ پر دفتر د اسراییلو برید؛ د ښاروال په ګډون شپږ کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو وروسته د یوې ویجاړې سیمې انځور

اسراییل نن د لبنان په جنوب کې د یوه لوی ښار نبطية د ښاروالۍ پر دفتر برید وکړ چې په نتیجه کې یې ښاروال او لږترلږه پنځه نور کسان ووژل شول.

دغه برید اندېښنې زیاتې کړي چې اسراییل به د ایران له ملاتړه برخمنې د حزب‌الله ډلې د ځپلو لپاره په پراخو هوایي بریدونو کې ښایي دولتي عامه او نورې ودانۍ چې تراوسه یې نه‌دي په نښه شوي، په نښه کړي.

حزب‌الله چې امریکا یې یو تروریستي سازمان ګڼي او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، د لبنان د جنوب پر ډېرې برخې کنټرول لري.

د لبنان د موقت حکومت صدراعظم نجیب میقاتي د ولایت پر مرکز دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې دا برید په قصدي ډول د ښاروالۍ د شورا په هغې غونډه باندې شوی چې د ښاري خدمتونو او د مرستو رسولو د وضعیت په اړه یې بحث کاوه.

دا له دوو اونیو راهیسې چې اسراییل پر لبنان بریدونه پیل کړي، د لبنان پردولتي ودانۍ د اسراییل مهم برید دی او هغه سره له دې شوی چې د امریکا متحدو ایالتونو پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې د مرګ‌ژوبلې د زیاتوالي او سیمې ته د روانې جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د لبنان د روغتیا وزارت په دغه برید کې د ۶ کسانو د وژل کېدو خبره کړې او د کورنیو چارو وزیر د ښاروال وژل کېدل تایید کړي دي.