امريکا پر بيروت د اسراييل له هوايي بريدونو سره مخالفت ښودلی

پر بيروت د اسراييل بريد

په بیروت کې د مرګ‌ژوبلو د زیاتېدو او د ایران د ښکېلتیا په صورت کې د جګړې د پراخېدو له امله، امریکا چې د اسراییل نژدې متحد دی، د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بیروت په هوايي بریدونو کې د اسراییل له وروستیو پراخو حملو سره مخالفت دی.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د اسراییل پوځ په تېرو دوو اوونیو کې د لبنان د جنوب له څلورمې برخې څخه زیاتو خلکو ته له خپلو کورونو څخه د وتلو امر کړی دی.

اسراییل وایي چې، د لبنان پر جنوب یې د حزب‌الله د شړلو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

امریکا، حزب‌الله يوه تروریستي ډله بولي او اروپايي اتحاديې د دې ډلې پوځي څانګه د تروریستي ډلو په لېست کې شامله کړې ده.

ځینې لوېدیځ هېوادونه پر اسراییل فشار راوړي چې په لبنان او غزه کې اوربند ومني، خو بیا هم متحده‌ایالتونه وایي چې د اسراییل ملاتړ ته به دوام ورکړي.

په تېرو څو اوونیو کې یې د اسراییل لپاره د یوه توغندوی ضد دفاعي سیستم په برابرولو او د خپلو سرتېرو په استولو سره خپله دغه ژمنه پوره کړې ده.