د امریکا دوو جګپوړو چارواکو اسوشیټید پریس خبري اژانس ته ویلي، د جو بایډن حکومت ډاډ ترلاسه کړی چې اسراییل به د غچ اخیستونکو بریدونو په ترڅ کې د ایران پر اتومي تاسیساتو او د تېلو پر چاڼځایونو برید ونهکړي.
په دغه راپور کې ویل شوي، واشنګټن باور لري چې په اسراییل کې د "تاد" د دفاعي سیستم ځای پر ځای کول او هلته د دغه سیسټم لپاره د نژدې ۱۰۰ امریکایي سرتېرو استول، د ایران د متقابلو بریدونو په اړه د اسراییل اندېښنې تر یوه بریده کمې کړي دي.
پنتاګون د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د جو بایډن په امر، د اسراییل د هوایي دفاع د پیاوړتیا لپاره به پهدې هېواد کې د "تاد" بالستیک توغندیو ضد سیستم ځای پر ځای کړي.
اسوشیټید پریس د دې امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي ښودل شوي لیکلي، سره لهدې چې اسراییل دغه ژمنه کړې، خو دا ژمنه سل په سلو کې نهده او د شرایطو لهمخې ښایي بدلون ومومي.