له پوتين سره د خبرو په اړه ډونالډ ټرمپ له څه ويلو ډډه کړې

ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوریپالو کاندید ډونالډ ټرمپ په‌دې اړه چې ایا د ولسمشر په توګه یې د د دندې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کړي کنه، له څرګندونو ډډه وکړه.

ټرمپ پرون سه‌شنبې د شیکاګو په اقتصادي کلپ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، په‌دې اړه نه‌غواړي نظر ورکړي، خو یوازې دومره وایي که دغه کار وکړي دا به یو ځیرکانه حرکت وي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال باب وود وارډ په خپل نوي کتاب کې لیکلي چې، ټرمپ د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې د ولسمشرۍ د دندې له پای ته رسېدو وروسته اووه ځلې په خصوصي توګه د ټيليفون له لارې له پوتین سره خبرې کړې دي.

هغه همدارنګه ادعا کړې چې، ټرمپ په پټه د کرونا وایروس، کوویډ۱۹ د تشخیص ماشین د روسیې ولسمشر ته استولی، خو د ټرمپ ویاند سټیو چیونګ دغه ادعا ناسمه بللې ده.