اسراييل د لبنان په ختيځ کې پر حزب‌الله تازه بريدونه کړي

پر لبنان د اسراييل بريد

وروسته له هغې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې، پر حزب‌الله به چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده رحم ونه‌کړي، د دې هېواد ځواکونو پرون سه‌شنبې د لبنان په ختیځ کې پر حزب‌الله نوي بریدونه وکړل.

د لبنان د رسمي خبري اژانس د راپور له‌‌مخې د لبنان په بقاع دره کې د اسراییل په دغو بریدونو کې په بعلبک ښار کې یو روغتون له فعالیته لوېدلی دی.

تر دغو بریدونو مخکې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې، د اسراییل په مرکزي برخه کې پر یوې پوځي اډې د حزب‌الله د بې‌پیلوټه الوتکې د تېرې یک‌‌‌‌شنبې د ورځې برید ته به چې څلور اسراییلي سرتیري په‌کې ووژل شول، په بې رحمۍ ځواب ووایي.

هغه پرون له‌‌‌دې اډې څخه د کتنې په مهال همدارنګه وویل، پر حزب‌الله به چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، د بیروت په ګډون د لبنان په هره برخه کې بریدونه وکړي.