طالبان: چين د واخان دهليز د فعاله کېدو په اړه د طالبانو هڅې ستايلي

د بدخشان ولايت د واخان نقشه

په چین کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وایي، پېکینګ د چین او افغانستان ترمنځ د واخان دهلیز د فعاله کېدو په اړه د طالبانو د حکومت هڅې ستایي او له خپله اړخه د دغه دهلیز د چارو لپاره په تدریج د ګامونو د اخیستو لپاره چمتووالی لري.

دا خبره په چین کې د افغانستان سفارت چې چارې یې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوی سفیر مولوي بلال کریمي سمبالوي، پرون سه‌شنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې کړې.

په‌دې اړه په یوه بیان کې ویل شوي چې، د ښاغلي کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې د مشر لیوجین سونګ ترمنځ په کتنه کې د دې دهلیز ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، تجارتي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا او تقویې او همدارنګه له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو تعاملاتو، سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي همکاریو پر دوام خبرې وشوې.

د بیان له‌مخې لیوجین سونګ وویل چې د ايم‌سي‌سي او مرکزي اسیا د نفت او ګازو شرکتونه به لا نور وهڅوي، تر څو د امو دریا د نفتي حوزې د تېلو د استخراج بهیر لا ګړندی او د مس عینک پروژې روان کارونه نور هم پراخ او چټک شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم پرون سه‌شنبه پر خپله وېب‌‌پاڼه په یوه خبرپاڼه کې د دغې کتنې پخلۍ کړی او یوازې دومره یې ویلي چې، دواړو لورو د چین-افغانستان د اړیکو او د نورو د علاقې وړ دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل.

چین که څه هم لکه د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو لومړی هېواد و چې د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې یې په پېکینګ کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د حکومت له‌خوا د نومول شوي سفیر بلال کریمي باورلیک ومانه.