د طالبانو له بنده د جاويد کوهستاني د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی

د سیاسي او امنیتي چارو پوه جاوېد کوهستانی 14 December 2014

د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې، د چارو شنونکی او پخوانی جنرال جاوید کوهستاني د طالبانو د حکومت له توقیفه خلاص شوی دی.

د کوهستاني د کورنۍ غړو له دغو رسنیو سره په خبرو کې منلې چې، هغه نن خپل کور ته تللی دی، خو نور جزیات یې نه‌دي ورکړي.

جاوید کوهستاني د تلې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په کابل کې ونیول شو او هغه مهال د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې وویل چې، نوموړی د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.

کوهستاني له هغو محدود شمېر جنرالانو او نظر خاوندانو څخه دی چې، د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته هم کابل کې پاتې شو او وخت ناوخت یې له رسنیو سره خبرې کولې.

معلومه نه‌ده چې نوموړی د کومو دلایلو له‌مخې طالبانو توقیف کړی و او خپله د طالبانو رسمي سرچینو هم تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مخکې تر دې هم ګڼ‌‌شمېر فعالان نیول شوي او خلاص شوي، خو د طالبانو چارواکي تر ډېره نه د هغوی په نیولو او نه هم ازادولو تبصره کوي.